
د پروګرامنګ بنسټونه (Programming Fundamentals)
دا مضمون د کمپیوټر ساینس د لومړي سمستر له مهمو او اساسي کورسونو څخه دی. هدف یې دا دی چې زده کوونکي د پروګرامنګ له لومړنیو او بنسټیزو مفاهیمو سره بلد کړي. زده کوونکي به د منطقي تفکر، د ستونزو د حل میتودونه، د الگوریتم جوړول، او د پروګرامنګ ژبې په مرسته د هغې عملي کول زده کړي. دغه کورس د کمپیوټر ساینس د نورو تخصصي درسي واحدونو لپاره د بنسټ ډبرې حیثیت لري.
د کورس اهداف:
- د پروګرامنګ له بنسټیزو مفاهیمو سره آشنایي
- د ستونزو د تحلیل او د الگوریتم د جوړولو وړتیا
- د متغیرونو، ډیټا ډولونو، داخلې او خارجې پېژندنه
- له شرطونو، لوپونو او کنترولي جوړښتونو سره کار کول
- د فنکشنونو او منظم کوډ له جوړښت سره ابتدایي آشنایي
تمه شوې پایلې:
د کورس تر ختمېدو وروسته زده کوونکي کولای شي چې ساده ستونزې تحلیل کړي، د حل لارې لپاره الگوریتم جوړ کړي او هغه د پروګرامنګ په یوه ژبه کې عملي کړي.
- ښوونکی: Admin Admin



